ملګړي ملتونه ۔ 27 اګست(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې وئېلي دي په كولمبيا كښې د 4۔ 7 شدت راغلې زلزلې نه پس په سختو ځپلو 25 بلدياتي سيمو كښې نزدې 50 زره كسانو ته مرسته وركرې شوې ده۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري رابطې چارو دفتر (او سي ايچ اے) بت وئېلي دي د حكومت په هڅو روانې مرستې كښې …
كولمبيا كښې زلزله٬ 50 زره كسانو ته مرسته وركړې شوه ٬ ملګري ملتونه
ملګړي ملتونه ۔ 27 اګست(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې وئېلي دي په كولمبيا كښې د 4۔ 7 شدت راغلې زلزلې نه پس په سختو ځپلو 25 بلدياتي سيمو كښې نزدې 50 زره كسانو ته مرسته وركرې شوې ده۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري رابطې چارو دفتر (او سي ايچ اے) بت وئېلي دي د حكومت په هڅو روانې مرستې كښې اوبه ٬ د اوبو جمع كولو سامان ٬ د عارضي صفائي سهوليات او د وړو لويو د صحت كټس شامل دي۔ د روغتيا په څانكه كښې طبي خدمات ٬ د نارغتيو د نګرانۍ او طبي مراكز ته د برېښنا وركړه هم باوري كولې شي ۔د چاواكو تر مخه د زلزلې څخه 3 لاكه 25 زره كسان ځپلې شوي او 331 كسان مړه ٬ 4 زره 439 ژوبل او 240 بې دركه دي۔ د 31 زره نه زيات كورونه تباه شوي او 378 مركزونو او 3 زره 758 سكولونو ته زيان رسېدلے دے ٬ د كومو له امله چې د 4 لاكهه نه د زياتو ماشومانو او ځوانانو تعليم متاثره شوے دے۔ د او سي ايچ ار تر مخه د كولمبيا لپاره 62 كروړه ډالره د مرستې او بحالۍ منصوبې لپاره تر اوسه يوازې 47 فيصد فنډ وركړے شوے دے۔











