د انګلېنډ او پاكستان كركټ ډلو تر مينځه دويم ټيسټ مېچ سبا لارډز كښې پېل كېږي

لندن۔ 26 اګست (اے پي پي)د انګلېنډ او پاكستان كركټ ډلو تر مينځه د دريو ټېسټ مېچونو د سېريز دوېم مېچ په 27 اګست (سبا)د زيارت په ورځ په لارډز كركټ ګړاونډ كښې پېل كېږي۔  د سپورتس وېب پاڼې تر مخه  انګلېنډ ته د پاكستان خلاف د دريو ټېسټ مېچونو  په سېريز كښې  د 0۔1  بريا ترلاسه ده۔  انګلېنډ  په ليډز كښې شوي وړومبي مېچ كښې ګرېن شرټ  ته په …

لندن۔ 26 اګست (اے پي پي)د انګلېنډ او پاكستان كركټ ډلو تر مينځه د دريو ټېسټ مېچونو د سېريز دوېم مېچ په 27 اګست (سبا)د زيارت په ورځ په لارډز كركټ ګړاونډ كښې پېل كېږي۔  د سپورتس وېب پاڼې تر مخه  انګلېنډ ته د پاكستان خلاف د دريو ټېسټ مېچونو  په سېريز كښې  د 0۔1  بريا ترلاسه ده۔  انګلېنډ  په ليډز كښې شوي وړومبي مېچ كښې ګرېن شرټ  ته په يو اننګز او 103  رنز ماتې وركړې وه۔ د دې نه وړاندې  پروفېشنل كاونټي كلب سلېكټ اليون  او د پاكستان كركټ  ډلو تر مينځه  درې ورځنې وارم اپ مېچ  پاكستان په 7 وكټو ګتلے ؤ  ۔ په دوېم ټېسټ مېچ كښې به د پاكستان لوبډلې مشري  د بابر اعظم  د روغتيا مسئلو په سبب  سلمان آغا كوي  ٬ دغسې د انګلېنډ ډلې مشري به جوروټ كوي۔

مزید خبریں