فرانس ٬  چورلېدونكې جاكړ و سيلۍ كښې په ګېرېدو  26 كسان ژوبل شول ٬ 100 كورونو ته زيان ورسېد

  پېرس۔ 25 اګست (اے پي پي) د فرانس په سوئېلې سيمه آډے كښې د سيلۍ او چورلېدونكې جاكړ له امله 26 كسان ژوبل شول  او 100 كورونو ته زيان ورسېد۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه   د كار كاسون سره نزدې  پوماس كلي كښې نزدې  100 كورونو ته زيان ورسېد ۔ د پیښې نه پس  د 115 نه زيات فائر فائټرز د مرستې  كارونو لپاره لېږلې شوي دي۔ …

 

پېرس۔ 25 اګست (اے پي پي) د فرانس په سوئېلې سيمه آډے كښې د سيلۍ او چورلېدونكې جاكړ له امله 26 كسان ژوبل شول  او 100 كورونو ته زيان ورسېد۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه   د كار كاسون سره نزدې  پوماس كلي كښې نزدې  100 كورونو ته زيان ورسېد ۔ د پیښې نه پس  د 115 نه زيات فائر فائټرز د مرستې  كارونو لپاره لېږلې شوي دي۔ د آود  حكومت استازي ووئېل  د مرستې هلې ځلې روانې دي او د ژوبل شوو حالت اندېښناك ښودلے شوے دے  ۔  5 ژوبل شوي روغتون ته منتقل كړې شوي او د اربن سرچ اېنډ رېسكيو  14 پوهان او يو په تربيت  لرونكو سپو مشتمل يونټ  هم پوماس كښې د مرستې  په كارونو كښې برخه اخلي