لندن۔ 25 اګست (اے پي پي)د انګلېنډ او پاكستان كركټ ډلو تر مينځه د دريو ټېسټ مېچونو د سېريز دوېم مېچ په 27 اګست د زيارت په ورځ په لارډز كركټ ګړاونډ كښې پېل كېږي۔ د سپورتس وېب پاڼې تر مخه انګلېنډ ته د پاكستان خلاف د دريو ټېسټ مېچونو په سېريز كښې د 0۔1 په حاسب وړومبے والر تر لاسه دے ۔ انګلېنډ په ليډز كښې شوي وړومبي …
د انګلېنډ او پاكستان كركټ ډلو تر مينځه دويم ټيسټ مېچ د زيارت په ورځ لارډز كښې پېل كېږي

مزید خبریں
لندن۔ 25 اګست (اے پي پي)د انګلېنډ او پاكستان كركټ ډلو تر مينځه د دريو ټېسټ مېچونو د سېريز دوېم مېچ په 27 اګست د زيارت په ورځ په لارډز كركټ ګړاونډ كښې پېل كېږي۔ د سپورتس وېب پاڼې تر مخه انګلېنډ ته د پاكستان خلاف د دريو ټېسټ مېچونو په سېريز كښې د 0۔1 په حاسب وړومبے والر تر لاسه دے ۔ انګلېنډ په ليډز كښې شوي وړومبي مېچ كښې ګرېن شرټ ته په يو اننګز او 103 منډو ماتې وركړې وه۔ د دې نه وړاندې پروفېشنل كاونټي كلب سلېكټ اليون او د پاكستان كركټ ډلو تر مينځه درې ورځنے وارم مېچ پاكستان په 7 وكټو ګتلے ؤ ۔ په دوېم ټېسټ مېچ كښې به د پاكستان لوبډلې مشري د بابر اعظم د روغتيا مسئلو په سبب سلمان آغا كوي ٬ دغسې د انګلېنډ ډلې مشري به جوروټ كوي۔










