کوئټه 24 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰې مير سرفراز بګټي د ضلع پشين په سرانان بازار سيمه كښې په سړك جوړولو كښې په بوختو مزدورانو د ترهګرۍ د بريد غندنې كولو سره ووئيل يو ځل بيا بې ګناه پاكستانيان د ترهګرۍ د لارې په نخښه كولو سره شهيدان كړے شول ، د ګل په ورځ خپل بيان كښې وزيراعلي ووئيل مزدورانو د خپلو ماشومانو پالنې او د …
وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په سرانان بازار كښې په مزدرانو د ترهګرو بريد وغندلو
کوئټه 24 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰې مير سرفراز بګټي د ضلع پشين په سرانان بازار سيمه كښې په سړك جوړولو كښې په بوختو مزدورانو د ترهګرۍ د بريد غندنې كولو سره ووئيل يو ځل بيا بې ګناه پاكستانيان د ترهګرۍ د لارې په نخښه كولو سره شهيدان كړے شول ، د ګل په ورځ خپل بيان كښې وزيراعلي ووئيل مزدورانو د خپلو ماشومانو پالنې او د هېواد او صوبې په رغونه و پرمختګ كښې كردار ترسره كولو٬ دوي په نخښه كول د ترهګرو د وحشي ذهنيت واضحه ثبوت دے۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې حكومت د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دے۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه










