د وګړو تحفظ لپاره جدید څارنګر نظام  ته به د صوبې تر نورو سيمو پراختيا وركولې شي۔ میر سرفراز بګټي

  کوئټه 24 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي وئيلي دي  سېف سټي اتھارټی د امن و امان بحالۍ ، د جرمونو مخنيوي او د وګړو د ځان او مال تحفظ كښې مؤثر كردار ترسره كوي، د جدید ټیکنالوجی مؤثر استعمال به د جرمونو او شك مندو هلو ځلو په وخت  په ګوته کولو سره د پولیس رسپانس میکنزم لا مؤثر كړي۔د دې خيالاتو څركندونه …

 

کوئټه 24 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي وئيلي دي  سېف سټي اتھارټی د امن و امان بحالۍ ، د جرمونو مخنيوي او د وګړو د ځان او مال تحفظ كښې مؤثر كردار ترسره كوي، د جدید ټیکنالوجی مؤثر استعمال به د جرمونو او شك مندو هلو ځلو په وخت  په ګوته کولو سره د پولیس رسپانس میکنزم لا مؤثر كړي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د بلوچستان سېف سټی اتھارټي اعلیٰ پائې غونډي مشرۍ كولو سره وكړه چې پكښې د اتھارټی د کارکردګۍ ، د نګرانۍ نظام، د جرمونو مخنيوي او د ادارې د كار استعداد زياتولو په اړه د چارو تفصیلی جاج واخستلے شو۔د پولیس آئي جي محمد طاهر خان غونډي ته د سېف سټي اتھارټی په کارکردګۍ او  اقدامات  تفصیلی بریفنګ وركړو ۔ ده ووئيل د سېف سټی مؤثره نګرانۍ نظام د لارې هېواد څخه غلا شوي 138 ګاړو درك لګولے شوے ، د 9 شك مندو هلو ځلو په وخت رامخې تهكولو په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ لويو کارروائیو شنډولو له مرسته تر لاسه شوي۔وئيلي شوي چې د بلوچستان سېف سټي اتھارټي بيلو جرمونو او ځايونو په اړه پولیس ته 631 مهم شواهد وركړي چې په مرسته ئې د جرونو تحقیقات او تر ملزمانو رسني عمل مؤثره كولو  له مرسته تر لاهس شوي۔ بریفنګ كښې ووئيل شول  15 مددګار ایمرجنسي رسپانس سروس د سي ټي ډي سره منسوب کړے شوي چې ورسره هنګامي حالات كښې رسپانس او د اړوندو ادارو ترمينځه رابطه نوره مؤثره كيدو له به مرسته ترلاسه شي۔