پیرس۔24اګست (اے پي پي) سعودي عرب او فرانس د لوبو په څانګه كښې مرستې مضبوطولو لپاره د مفاهمت په یادداښت لاس ليك وكړو ۔ د اردو نیوز تر مخه د مفاهمت په یاد داښت لاس ليك تېره ورځ پیرس كښې د اي سپورټس ورلډ کپ 2026 په اختتامي دستوره كښې وشو ۔د سعودي د لوبو وزیر شهزادہ عبدالعزیز بن ترکي او د فرانس هم منصب مارینا فیري د مفاهمت …
د سعودي عرب او فرانس تر مينځه د لوبو په اړ كښې د مرستې مضبوطولو لپاره د مفاهمت په یادداښت لاس ليك
پیرس۔24اګست (اے پي پي) سعودي عرب او فرانس د لوبو په څانګه كښې مرستې مضبوطولو لپاره د مفاهمت په یادداښت لاس ليك وكړو ۔ د اردو نیوز تر مخه د مفاهمت په یاد داښت لاس ليك تېره ورځ پیرس كښې د اي سپورټس ورلډ کپ 2026 په اختتامي دستوره كښې وشو ۔د سعودي د لوبو وزیر شهزادہ عبدالعزیز بن ترکي او د فرانس هم منصب مارینا فیري د مفاهمت په یاد داښت لاس ليك وكړو د كومو مقصد چې د دواړو هېوادونو تر مينځه د لوبو په څانګه كښې د مرستې مضبوطول ، د شريك کار دائرہ پراخه كول، مهارت او د تجربو يو بل سره ګدول دي ۔ مفاهمتي یاد داښت د دواړو هېوادونو تر مينځه د لوبو په څانګه كښې د مرستې لپاره يو عمومي فریم ورک تشکیلوي چې پكښې د اړوند ادارو او تنظیمونو تر مينځه پروګرامونو او د مهارتونو تبادله ، سپورټس پرسنل ډویلپمنټ ، د دواړو هېوادونو په كورېتوب كښې کانفرنسز، سیمینارز او د لوبو سيالۍ زياتول دي










