پیښور ۔ 24 اګست (اے پي پي)د خیبر پښتونخوا پولیس كښې د اعلیٰ كچې تبادلې او تعیناتۍ وشوې ، آئي جي خیبر پښتونخوا د 4 پولیس افسرانو د تقرر و تبادلو احکامات جاري كړل ۔ د آئي جي خیبر پښتونخوا د اړخه جاري نوټیفکیشن تر مخه ډاکټر نصیرالدین، پي ایس پي (بي ایس 20) ایډیشنل آئي جي ټریننګ خیبر پښتونخوا تعینات کړے شوے ، هغه د دې نه وړاندې …
خېبر پښتونخوا پولیس كښې د اعلیٰ كچې تبادلې او تعیناتۍ، آئي جي خیبر پښتونخوا د 4 پوليس افسرانو د بدلولو احکامات جاري کړل
پیښور ۔ 24 اګست (اے پي پي)د خیبر پښتونخوا پولیس كښې د اعلیٰ كچې تبادلې او تعیناتۍ وشوې ، آئي جي خیبر پښتونخوا د 4 پولیس افسرانو د تقرر و تبادلو احکامات جاري كړل ۔ د آئي جي خیبر پښتونخوا د اړخه جاري نوټیفکیشن تر مخه ډاکټر نصیرالدین، پي ایس پي (بي ایس 20) ایډیشنل آئي جي ټریننګ خیبر پښتونخوا تعینات کړے شوے ، هغه د دې نه وړاندې سي پي او پیښور كښې پوسټګ ته منتظر ؤ ۔ د نوټیفکیشن تر مخه نثار احمد خان، پي ایس پي (بي ایس 20) د ایډیشنل آئي جي ټریننګ خیبر پښتونخوا د عهدې نه په بدلولو ډي جي کوآرډینیشن یونټ فار امپلي مینټیشن آف لا اینډ آرډر انیشی ایټوز اِن کے پي پولیس لګولے شوے دے ۔ دغسې مسټر عبدالغفور آفریدي ، پي ایس پي (بي ایس 20) ریجنل پولیس آفیسر بنوں ریجن لګولے شوے ۔ هغه د دې نه وړاندې د اسټیبلشمنټ ډویژن اسلام آباد اړوند نوټیفکیشن تر مخه د تعیناتۍ منتظر ؤ ۔د نوټیفکیشن تر مخه مسټر رب نواز خان، پي ایس پي (بي ایس 19)، چا چې د ریجنل پولیس آفیسر بنوں ریجن په حېث خدمات تر سره كول اوس ډي آئي جي انویسټي ګیشن خیبر پښتونخوا لګولے شوے دے۔د آئي جي خیبر پښتونخوا پولیس د جاري احکامات اتر مخه ټولې تبادلې او تعیناتۍ به په سمدستي توګه نافذ العمل وي ۔










