پیښور ۔ 24 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د سرکاري افسرانو و كارمندانو خلاف د روانو احتسابي کارروائیو په اړه تفصیلي بریفنګ واغستلے شو ۔ غونډې ته ووئېل شول د اکتوبر 2025 نه تر اوسه د سرکاري ملازمانو خلاف په مجموعي توګه 827 کیسز رامخې ته شول ، چې پكښې د 629 کیسز فیصلې شوي دي او په 198 کیسز کارروائي …
د خېبر پښتونخوا وزیراعلی په مشرۍ كښې غونډه ، د سرکاري چارواكو و كارمندانو خلاف په روانو احتسابي کارروائیو بریفنګ واغستلے شو
پیښور ۔ 24 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د سرکاري افسرانو و كارمندانو خلاف د روانو احتسابي کارروائیو په اړه تفصیلي بریفنګ واغستلے شو ۔ غونډې ته ووئېل شول د اکتوبر 2025 نه تر اوسه د سرکاري ملازمانو خلاف په مجموعي توګه 827 کیسز رامخې ته شول ، چې پكښې د 629 کیسز فیصلې شوي دي او په 198 کیسز کارروائي روانه ده ۔د سي ایم سیکرټریټ نه جاري بيان تر مخه په فیصله شوو 629 کیسز كښې 589 چارواكو و اهلکارو ته سزاګانې وركړې شوي او 40 بري كړے شوي دي۔ د احتسابي کارروائیو په نتیجه كښې 128 ملازمان د سروس نه فارغ، 18 ډسمس فرام سروس او 6 په جبري توګه ریټائرډ كړے شوي ۔ دغسې د 2 ملازمانو تنزلې شوي ، يو ګرفتار كړے شوے ، د 89 د تنخواګانو نه ریکورې شوي او د 39 ترقي ايساره كړې شوې ده ۔ ېريفنګ كښې ووئېل شول 16 ملازمانو ته چارج شیټ وركړے شوے ، د 14 تنخواګانې كمې شوي او 10 معطل کړے شوي ، په دې مهال 155 ملازمینو ته وارننګ جاري كړے شوے ۔ د بریفنګ تر مخه د سرکاري ملازمینو خلاف کارروائیو كښې غیر مجاز غیر حاضري تر ټولو لوي جرم رامخې ته شو ، د كومو چې 447 کیسز رپورټ شوي كوم چې د جموعي کیسز نزدې 54 فیصد جوړېږي










