چين د کويت سره په ګډه دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره كار ته چمتو دے

  بيجنګ 24 اګست (اے پي پي) د چين نائب صدر هان ژينګ سره د کويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح په بيجنګ كښې وليدل۔ د شنهوا له مخئ په دې موقع د چين نائب صدر ووئيل د دواړو هېوادونو مشرانو په ستراتېژك لارښودنه كښې د چين او كويت اريكې پرله پسې ښې كېږي٬ په دې وروستو كښې په بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تبادلو او …

 

بيجنګ 24 اګست (اے پي پي) د چين نائب صدر هان ژينګ سره د کويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح په بيجنګ كښې وليدل۔ د شنهوا له مخئ په دې موقع د چين نائب صدر ووئيل د دواړو هېوادونو مشرانو په ستراتېژك لارښودنه كښې د چين او كويت اريكې پرله پسې ښې كېږي٬ په دې وروستو كښې په بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تبادلو او په مرسته كښې مسلسل پېشرفت شوے دے۔ ده ووئيل چين د کويت سره په ګډه دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره كار ته چمتو دے٬ په دې موقع د چين نائب صدر ووئيل چين به د امن خبرو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او په مېنځني ختيز كښې به هم ډېر زر د امن او سكون بحالۍ لپاره كردار تر سره كوي