د ضلع خيبر په زرمت خان چېك پوسټ د ترهګرو بريد٬   پوليس او د ايف سي اهلكار شهيدان

  پېښور 24 اګست (اے پي پي) د ضلع خېبر په زرمت خان چيك پوسټ د ترهګرو د بريد په نتيجه كښې د پوليس او اېف سي اهلكار شهيدان شول ۔ د ضلع خيبر پوليس وياند له مخې د جمرود په حدود كښې په جوائنټ زرمت خان چيك پوسټ  ترهګرو د بېلو اړخونو څخه د اټومېټك وسلې د لارې بريد وكړو ٬ په پوليس پوسته موجود اهلكارو په مړانه او …

 

پېښور 24 اګست (اے پي پي) د ضلع خېبر په زرمت خان چيك پوسټ د ترهګرو د بريد په نتيجه كښې د پوليس او اېف سي اهلكار شهيدان شول ۔ د ضلع خيبر پوليس وياند له مخې د جمرود په حدود كښې په جوائنټ زرمت خان چيك پوسټ  ترهګرو د بېلو اړخونو څخه د اټومېټك وسلې د لارې بريد وكړو ٬ په پوليس پوسته موجود اهلكارو په مړانه او زړورتيا سره د ترهګرو  مقابله وكړه او د ترهګرو ناوړه عزائم ئې خاور كړل٬ د ترهګرو د بريد په نتيجه كښې پوليس اهلكار شمال شلماني او د ايف سي اهلکار نظير شهيدان شول٬ دغسې د ترهګرو په ضد په سيمه كښې سرچ اپرېشن روان دے