یوآنډے۔24اګست(اے پي پي) د مينځنۍ افریقې په کیمرون هېواد كښې د بس او ټرک په ټكر كښې 7 كسان مړه او 10 ژوبل شول ۔ د شنهوا ترمخه د سناګا۔ میري ټائم ټرانسپورټ ډویژنل استازي ایسټر اینګو یمبا وئېلي دي دا پیښه تېره ورځ د لټورال ریجن د سناګا-میري ټائم ډویژن په سیکوم سيمه كښې رامخې ته شوه چرته چې د هېواد تجارتي پايه تخت موجود دے ۔ بس كښې …
کیمرون، د بس او ټرک تر مينځه ټكر كښې 7 كسان مړه ٬ 10 ژوبل
یوآنډے۔24اګست(اے پي پي) د مينځنۍ افریقې په کیمرون هېواد كښې د بس او ټرک په ټكر كښې 7 كسان مړه او 10 ژوبل شول ۔ د شنهوا ترمخه د سناګا۔ میري ټائم ټرانسپورټ ډویژنل استازي ایسټر اینګو یمبا وئېلي دي دا پیښه تېره ورځ د لټورال ریجن د سناګا-میري ټائم ډویژن په سیکوم سيمه كښې رامخې ته شوه چرته چې د هېواد تجارتي پايه تخت موجود دے ۔ بس كښې د دوالا يوه چم استوګن سواره وو، كوم چې د يو كس په وروستو رسومات كښې د ګدون نه پس بېرته روان وو ۔ د سرکاري میډیا کیمرون ټریبیون تر مخه د بس ډرائیور د سفر په مهال اوده شوے ؤ د كوم له امله چې بس مخالف لین ته لاړو او د راروان ټرک سره ټکر شو ۔










