کوئټه ۔ 21 اګست (اے پي پتي) د بلوجستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي مستونګ ، مچھ، خضدار او پنجګور كښې د ترهه ګرو خلاف په کامیابه کارروائیو د اطمینان څرګندونې كولو سره امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د وزیراعلیٰ كور څخه د جاري کړي بيان تر مخه وزیراعلیٰ ووئېل د 37 ترهه ګرو خاتمه لويه کامیابي ده ، د سکیورټي فورسز پیشه ورہ مهارت، مړانه او په …
بلوچستان كښې د 37 ترهه ګرو خاتمه لويه کامیابي ده ، د بلوچستان وزیراعلی
کوئټه ۔ 21 اګست (اے پي پتي) د بلوجستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي مستونګ ، مچھ، خضدار او پنجګور كښې د ترهه ګرو خلاف په کامیابه کارروائیو د اطمینان څرګندونې كولو سره امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د وزیراعلیٰ كور څخه د جاري کړي بيان تر مخه وزیراعلیٰ ووئېل د 37 ترهه ګرو خاتمه لويه کامیابي ده ، د سکیورټي فورسز پیشه ورہ مهارت، مړانه او په وخت کارروائۍ د ستائنې جوګه دي ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو قربانۍ د قام د عزم عکاس دي ۔ده ووئېل د ترهه ګرو نیټ ورکس خلاف اوسنو کارروائيو څخه د امن دښمنه عناصر صلاحیتونو ته موثر زيان رسېدلے دے ۔میر سرفراز بګټي ووئېل د هند په سرپرستۍ كښې د بلوچستان امن ته د زيان رسولو هره هڅه به ناکامه كولې شي ، ترهه ګرو عناصرو ته د صوبې د اولس ژوند او د ترقۍ عمل كښې د خلل اچولو اجازه به ورنه كړې شي ۔وزیراعلیٰ ووئېل د ترهه ګرۍ تر مکمل خاتمې به په استخبارات اډاڼه آپریشنز او موثر اقدامات روان ساتلې شي ۔ ۔










