پېښور 21 اكست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ ټريډرز ونګ پخوانو عهديدارو ملاقات وكړو۔د د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د پلاوي مشري صدر سكندر اقبال٬شاهد صراف او نورو كوله٬پلاوي په خېبرپښتونخوا كښې په خاص توګه د ګاز او اوړو مسئلو حل لپاره د ګورنر هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د ګوند په تنظيمي چارو او د ټريډرز ونګ فعاله كولو …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د پاكستان پيپلز پارټۍ ټريډرز ونګ پخوانو عهديدارو ملاقات
پېښور 21 اكست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ ټريډرز ونګ پخوانو عهديدارو ملاقات وكړو۔د د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د پلاوي مشري صدر سكندر اقبال٬شاهد صراف او نورو كوله٬پلاوي په خېبرپښتونخوا كښې په خاص توګه د ګاز او اوړو مسئلو حل لپاره د ګورنر هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د ګوند په تنظيمي چارو او د ټريډرز ونګ فعاله كولو په اړه ګڼو وړاندېزونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د ګوند د ذيلي تنظيمونو بحالي ضروري ده دغسې چې څاڼكې فعاله پاتې شي۔ده ووئيل صوبائي سېكرټرېټ فعاله كولو كښې د ځايې قيادت متحرك كيدل ډېر ضرورې دي۔










