هند، د زهرجنو شرابو په څښلو  8 كسان مړه ،40  روغتون ته منتقل

  نور ډيلے ۔21اګست  (اے پي پي) د هند مغربي ایالت ګجرات كښې په مبینه توګه د میتھانول ګډ كړو زهرجنو  شرابو په څښلو  24  ساعته كښې  8 كسان مړه او نزدې  40   ناروغه شول۔ د شنهوا تر مخه يو مقامي عهدیدار د جمعې په ورځ  تصدیق سره ووئېل دا  مرګونه د  ګجرات  په  بھاونګر سيمه كښې رپورټ شول ۔  نا جوړه شوي كسان مقامي روغتون ته منتقل كړے شوي …

 

نور ډيلے ۔21اګست  (اے پي پي) د هند مغربي ایالت ګجرات كښې په مبینه توګه د میتھانول ګډ كړو زهرجنو  شرابو په څښلو  24  ساعته كښې  8 كسان مړه او نزدې  40   ناروغه شول۔ د شنهوا تر مخه يو مقامي عهدیدار د جمعې په ورځ  تصدیق سره ووئېل دا  مرګونه د  ګجرات  په  بھاونګر سيمه كښې رپورټ شول ۔  نا جوړه شوي كسان مقامي روغتون ته منتقل كړے شوي دي ۔ ګجرات د هند په هغه څو ايالتونو كښې شامل دے چرته چې د شرابو په نوشلو  بشپړ بندبز دے ۔ شراب لرونكې كسان د لويو قانوني او مالي جرمانو سره سره  د زندان سزا سره هم مخ كېدے شي ۔  خو ځينې مقامي كسان د ذاتي استعمال  لپاره پخپله د شرابو جوړولو   خطر  سره ځان مخ كوي ۔ دغسې د غیر قانوني هلو ځلو په سبب ګجرات كښې پخوا هم د انساني ځانونو زيان شوے دے ۔