پیښور ۔ 20 اګست (اے پي پي)د خېبر بښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ مال محكمه كښې د اصلاحات په اړه يوه غونډه وشوه ۔ د وزیراعلیٰ هاوس پیښور وياند تر مخه غونډه كښې د خیبرپښتونخوا وګړو لپاره دا لوي زيرے دے ، چې د نادرا ای سهولت مراکز څخه د زمكې د فرد اجرا اصولي منظوري وركړې شوه ۔ غونډه كښې وزیراعلیٰ …
د وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د مال محکمه كښې د اصلاحات په اړه غونډه
پیښور ۔ 20 اګست (اے پي پي)د خېبر بښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ مال محكمه كښې د اصلاحات په اړه يوه غونډه وشوه ۔ د وزیراعلیٰ هاوس پیښور وياند تر مخه غونډه كښې د خیبرپښتونخوا وګړو لپاره دا لوي زيرے دے ، چې د نادرا ای سهولت مراکز څخه د زمكې د فرد اجرا اصولي منظوري وركړې شوه ۔ غونډه كښې وزیراعلیٰ راروانه اونۍ كښې د سهولت مركز د پرانستې امر وكړو ۔ غونډه كښې د اړوند چاواكو د اړخه وزیراعلیٰ ته خاص بریفنګ وركړے شو ۔ د بریفنګ تر مخه د مال محکمې د سروس ډیلیوري سنټرز سره اوس د نادرا اي سهولت مراکز نه به هم د زمكې فرد جاري كېدے شي ۔ د بریفنګ تر مخه د زمكې د فرد سرکاري فیس او نور سروس چارجز به کیش لیس طريقه باندې ادا کول وي ۔ غونډې ته وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي ووئېل د خیبرپښتونخوا حکومت اولس ته د دوي په درشل سهولیات وركولو لپاره عملي ګامونه اخلي ۔ده ووئېل د زمكې فرد به اوس د نادرا اي سهولت مراکز څخه هم جاري كېږي ۔ده ووئېل د نوي سهولت سره به د وګرو وخت او وسائل بچ شي او دوي به د سرکاري دفترونو د غیر ضروري تګ راتګ نه خلاص شي











