د ايران په ضد تباه كن معاشي كاروائي اعلان د امريكې د خپل معاشي ستونزو څخه پام اخوا كولو هڅه ده۔د ايران خارجه وزير

  تهران 20 اګست (اے پي پي)د ايران خارجه وزير عباس عراقچي وئېلي دي چې د ايران په ضد تباه كن معاشي كاروائيو اعلان د امريكې د خپل معاشي ستونزو څخه پام اخوا كولو هڅه ده۔د بي بي سي له مخې ده په ايكس خبل بيان كښې د امريكې زيات شوې سركاري قرضې او د سود په ادائيګو زيات اخراجات ذكر كولو سره وئېلي دي چې پخوانۍ او ناكامه پالېسو …

 

تهران 20 اګست (اے پي پي)د ايران خارجه وزير عباس عراقچي وئېلي دي چې د ايران په ضد تباه كن معاشي كاروائيو اعلان د امريكې د خپل معاشي ستونزو څخه پام اخوا كولو هڅه ده۔د بي بي سي له مخې ده په ايكس خبل بيان كښې د امريكې زيات شوې سركاري قرضې او د سود په ادائيګو زيات اخراجات ذكر كولو سره وئېلي دي چې پخوانۍ او ناكامه پالېسو تكرار څخه به امريكې بيا لپاره هم ماتې او د ايران اولس نارضګۍ  سره مخ وي۔ده تور ولګولو چې د امريكې معاشي ترهه ګري د ټولې نړۍ معيشت او د هېوادونو خپلواكۍ لپاره خطره رامخې ته كيږي۔د ايران خارجه وزير دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوې كله چې د امريكې قومي قرض 400 كهرب ډالر حد څخه زيات شوې دې