شخړيزه مغربي غاړه كښې آبادكاري به د سيمې قطبي او سوئېلې برخو تر مينځه رابطه منقطع كړي ٬ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل

  ملګري ملتونه۔ 20 اګست (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سكرټري جنرل  انتونيو ګوترېس په شخړيزه لوېديزه غاړه  كښې د نوو غېر قانوني  اسرائيلي پوستو د جوړولو په اطلاعات د زياتې اندېښنېي څرګندونې سره غوښتنه وكړه  چې هغه په دې اړه نورو ګامونو اغستو څخه ډډه وكړي ۔ د شنهوا تر مخه   د ملګرو ملتونو مشر وياند سټيفن دوجارك تېره ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل  سېكرټري جنرل په خاص توګه  …

 

ملګري ملتونه۔ 20 اګست (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سكرټري جنرل  انتونيو ګوترېس په شخړيزه لوېديزه غاړه  كښې د نوو غېر قانوني  اسرائيلي پوستو د جوړولو په اطلاعات د زياتې اندېښنېي څرګندونې سره غوښتنه وكړه  چې هغه په دې اړه نورو ګامونو اغستو څخه ډډه وكړي ۔ د شنهوا تر مخه   د ملګرو ملتونو مشر وياند سټيفن دوجارك تېره ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل  سېكرټري جنرل په خاص توګه  شخړيزه مغربي غاړه كښې د آبادكارۍ په اړه په پېشرفت تشويش لري ٬ كومه به چې د  لودېزې غاړه د قطبي او سوئېلې سيمو تر مينځه رابطه منقطع كړي ۔ وياند ووئېل د دې په نتيحه كښې به   د شخړېزې فلسطين سيمې په سيمه ايزه سلامتيا شنګين اثرات مرتب شي  او د دوه رياستي حل  وجود به خطر سره مخ شي۔   د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په  اسرائيل زور راوړو  چې هغه په دې اړه د نورو ګامونو اغستو نه ډډه وكړي او د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو تر مخه په 19 جولائي د انصاف نړيوال عدالت د مشاورتي پرېكړې په رڼا كښې عمل درآمد وكړي۔  د انصاف نړيوال عدالت وئېلي وو په شخړيزه سيمه كښې  د اسرائيل پرله پسې  شتون غېر قانوني دے۔ عدالت وئېلي وو  اسرائيل له به چې څومره زر وي د خپلې موجودګۍ خاتمه كول وي