اسلام آباد 19اګست (اے پي پي) د سندھ جامشورو پوهنتون د میډیا اینډ کمیونیکیشن سټډیز څانګې زده كوونكو د قامي موسمیاتي انصاف یوتھ فلم فیسټیول 2026 كښې درېم پوزيشن ترلاسه كولو سره د پوهنتون او څانګې نامه روښانه كړه ۔ د قامي موسمیاتي انصاف یوتھ فلم فیسټیول 2026 تابيا د انډس کنسورشیم تر سېوري لاندې د پاکستان ریډ کریسنټ هیډکوارټرز، سیکټر ایچ 8/2 اسلام آباد كښې وشوه ٬ د فیسټیول …
د سندھ جامشورو پوهنتون زده كوونكو قامي ماحولیاتي فلمي فېسټول كښې درېم پوزيشن ترلاسه كړو
اسلام آباد 19اګست (اے پي پي) د سندھ جامشورو پوهنتون د میډیا اینډ کمیونیکیشن سټډیز څانګې زده كوونكو د قامي موسمیاتي انصاف یوتھ فلم فیسټیول 2026 كښې درېم پوزيشن ترلاسه كولو سره د پوهنتون او څانګې نامه روښانه كړه ۔ د قامي موسمیاتي انصاف یوتھ فلم فیسټیول 2026 تابيا د انډس کنسورشیم تر سېوري لاندې د پاکستان ریډ کریسنټ هیډکوارټرز، سیکټر ایچ 8/2 اسلام آباد كښې وشوه ٬ د فیسټیول موضوع “د الیکټرك ګاډو او د موسمیاتی بدلون مخنيوي كښې د دې كردار” وه چې پكښې د بېلو پوهنتونونو زده كوٶنكو او زلمو فلم سازانو ګډون وكړو او د موسمیاتي بدلون، ماحولیاتي مسئلو او د دې ممكنه حل رامخئ ته كوٶنكې دستاویزي فلمونه يې وړاندې كړل ٬ د سندھ پوهنتون لخوا درېم پوزيشن ترلاسه كونكې ډله كښې د میډیا اینډ کمیونیکیشن سټډیز څانګې زده كوٶنكي شایان علي، علیشا رند، شهناز بلوچ او ذوالفقار لاشاری شامل وو۔ سينېټر پونجا مل او د سندھ پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر فتح مري په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او كاميابو زده كوونكو له ئې انعامونه وركړل ۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر فتح مری د بېلو پوهنتونونو زده كوونكو د هلو ځلو ستائنې كولو سره په فېسټول كښې د وراندې كړو دستاویزی فلمونو د معیار ستائنه هم وكړه۔











