اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د پاکستان او امريکې ترمېنځه سرمايه کاري، تعليم او په اقتصادي څانګو كښې مرسته لا زياتېدې شي۔ د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د امريکې د پېښور قونصل جنرل ټام ايکرټ په اعزاز كښې د مخه ښې دستورې ته خپلې وېنا كښې ګورنر ووئيل د امريکې کاروباري ورورولۍ سره د مشتركه …
د پاکستان او امريکې ترمېنځه سرمايه کاري، تعليم او په اقتصادي څانګو كښې مرسته لا زياتېدې شي۔ ګورنر فيصل كريم كنډي
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د پاکستان او امريکې ترمېنځه سرمايه کاري، تعليم او په اقتصادي څانګو كښې مرسته لا زياتېدې شي۔ د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د امريکې د پېښور قونصل جنرل ټام ايکرټ په اعزاز كښې د مخه ښې دستورې ته خپلې وېنا كښې ګورنر ووئيل د امريکې کاروباري ورورولۍ سره د مشتركه منصوبو د لارې تجارت او د سرمايه کارۍ نوې امكانات پېدا كېدې شي۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا د قدرتي وسائلو نه ډكه صوبه ده او د صوبې زيات آبي وسائل د توان ترلاسه كولو مهمه ذريعه ده۔ په صوبه كښې تېل او ګاز٬ معدنيات او د سېلګرۍ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي او د مذهبي سېلګرۍ څانګه هم سرمايه كارو لپاره زړه راښكونكي امكانات لري











