پېښور 19 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ سوشل ميډيا لپاره د اطلاعات صوبائي ډپټي سېكرټري طاهر عباس او د پاكستان بارډر ټريډ كونسل چيئرمېن سيد جواد حسين كاظمي په ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔د ګورنر هاؤس پیښور وياند له مخې د ملاقات په مهال د اولس په مسئلو٬د ګوند په چارو او پخوانۍ فاټا او پاټا كښې …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د پي پي پي د سوشل ميډيا لپاره د اطلاعات صوبائي ډپټي سېكرټري ملاقات
پېښور 19 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ سوشل ميډيا لپاره د اطلاعات صوبائي ډپټي سېكرټري طاهر عباس او د پاكستان بارډر ټريډ كونسل چيئرمېن سيد جواد حسين كاظمي په ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔د ګورنر هاؤس پیښور وياند له مخې د ملاقات په مهال د اولس په مسئلو٬د ګوند په چارو او پخوانۍ فاټا او پاټا كښې د ټيكس په معامله تفصيلي خبرې وشوې۔سيد جواد حسين كاظمي پخوانۍ فاټا او پاټا كښې ټيكس نفاذ په اړه اولس ته د ورمخې ته شوو ستونزو په معامله د خېبرپښتونخوا ګورنر څخه د كردار ادا كولو خواست وكړو ۔ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل پخوانۍ فاټا او پاټا كښې د ټيكس خاتمې په اړه د وفاقي حكومت اعلٰی چارواكو سره خبرې روانې دي۔په دې لړ كښې به ډېر زر وزيراعظم سره ملاقات كښې خبره وكړم او د پېشرفت څخه به اولس خبر كړے شي











