ملګري ملتونه 19 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو د کابل په يو تعليمي مركز كښې د چاٶدنې غندنی كولو سره د پېښې د پلټنو غوښتنه كړې ده۔ د شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو افغانستان لپاره معاون مشن خپل اېكس بيان كښې ووئيل د ګل په ورځ په کابل كښې په يو تعليمي مركز كښې د چاٶدنې له امله د 9 نه تر 14 كاله عمر 42 ماشومان …
ملګرو ملتونو د كابل په تعليمي مركز كښې د چاٶدنې غندنه وکړه ٬ د پېښې د پلټنو غوښتنه
ملګري ملتونه 19 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو د کابل په يو تعليمي مركز كښې د چاٶدنې غندنی كولو سره د پېښې د پلټنو غوښتنه كړې ده۔ د شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو افغانستان لپاره معاون مشن خپل اېكس بيان كښې ووئيل د ګل په ورځ په کابل كښې په يو تعليمي مركز كښې د چاٶدنې له امله د 9 نه تر 14 كاله عمر 42 ماشومان ژوبل شوي۔ مشن د ژوبل شوو ماشومانو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونی كولو سره د پېښې د حالاتو تعين لپاره د تحقيقات مطالبه كړې ده۔ مشن په دې خبره زور راوړو چې بايد ښونځي او د زده كړې مركزونه خوندې وساتلې شي۔ تر اوسه يوې ډلې هم د بريد ذمه واري پغاړه نه ده اخستې۔










