سعودي عرب د سوريه په ايئر بيس اسرائيلي بريدونه وغندل

  رياض 19 اګست (اے پي پي) سعودي عرب د سوريه په شمالي لويديز ايئر بيس د اسرائيلي فضائي  بريدونو په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د اردو نيوز له مخئ د سعودي خارجه وزارت تېره ورځ خپل بيان كښې د اسرائيل بريدونه د نړيوال قانون او د سوريه د خپلواكۍ په جار خلاف ورزي ګرځولی۔ خارجه وزارت په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي د اسرائيل لخوا د نړيوال …

 

رياض 19 اګست (اے پي پي) سعودي عرب د سوريه په شمالي لويديز ايئر بيس د اسرائيلي فضائي  بريدونو په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د اردو نيوز له مخئ د سعودي خارجه وزارت تېره ورځ خپل بيان كښې د اسرائيل بريدونه د نړيوال قانون او د سوريه د خپلواكۍ په جار خلاف ورزي ګرځولی۔ خارجه وزارت په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي د اسرائيل لخوا د نړيوال قانون او اصولو د خلاف ورزو لاره اونيسې۔ دغسی سعودي عرب  سوريه سره د يووالي څرګندونی كولو سره د سوريه خپلواكۍ٬ سيمه ايزی سلامتیا ٬ وحدت٬ د اولس سلامتيا او استحكام باوري كولو په حواله د هلو ځلو د ملاتړ پخلے وكړو۔