نوے ډيلے 19 اګست (اے پي پي) د هند په لويديز بنګال ايالت كښې په هوټل كښې د اور لګېدو پېښه كښې د يو ماشوم او د دوو مېرمنو پشمول 9 كسان مړه او 6 ژوبل شول۔ د شنهوا له مخې چارواكو ووئيل د اور لګېدو پېښه د شورو په ور ځ سهار د لوېديز بنګال په سرښار کلکته كښې په يو هوټل كښې رامخې ته شوې٬ مړي او …
هند٬ په هوټل كښې د اور لګېدو پېښه٬ 9 كسان مړه
نوے ډيلے 19 اګست (اے پي پي) د هند په لويديز بنګال ايالت كښې په هوټل كښې د اور لګېدو پېښه كښې د يو ماشوم او د دوو مېرمنو پشمول 9 كسان مړه او 6 ژوبل شول۔ د شنهوا له مخې چارواكو ووئيل د اور لګېدو پېښه د شورو په ور ځ سهار د لوېديز بنګال په سرښار کلکته كښې په يو هوټل كښې رامخې ته شوې٬ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي او د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي۔










