هند ،د کرونده ګرو ګاړي  او  ټرک  په ټكر كښې 8  كسان مړه  ،20  ژوبل

  نوے ډيلے ۔18اګست  (اے پي پي) د هند  په مينځني ايالت مدھیه پردیش كښې د مسافرو ګاړي  او ټرک په ټكر كښې  8 كسان مړه او  د 20  نه زيات ژوبل شول ۔ د شنهوا  ترمخه  مقامي پولیس اهلکار د نهې په ورځ په  ټیلې  فون د پیښې تصدیق کښې وئېلي  دي دا پیښه تېره شپه په بھنډ  اولسوالۍ كښې په  قامي ستره لاره لمبر 719  هغه وخت رامخې …

 

نوے ډيلے ۔18اګست  (اے پي پي) د هند  په مينځني ايالت مدھیه پردیش كښې د مسافرو ګاړي  او ټرک په ټكر كښې  8 كسان مړه او  د 20  نه زيات ژوبل شول ۔ د شنهوا  ترمخه  مقامي پولیس اهلکار د نهې په ورځ په  ټیلې  فون د پیښې تصدیق کښې وئېلي  دي دا پیښه تېره شپه په بھنډ  اولسوالۍ كښې په  قامي ستره لاره لمبر 719  هغه وخت رامخې ته شوه   چې كله  د يو تند رفتاره مسافر ګاړي ډرائیور  په لاره د څاروو  نه د ګاړي ساتنې په مهال ګاړې قابو نه كړو ٬ د كوم نه پس چې ګاړې د مخالف سمت  نه روان ټرک سره   ټکر شو  ۔ ټول  ځپلې  د اتر پردیش ايالت  د  لکھیم پور کھیري اولسوالۍ څخه تعلق لرونكې کسان وو او د فصل كرلو نه پس خپلو كورونو ته روان  وو ، په مرګونو كښې د زياتوالي اندېښنه ښودلې كېږي  ځكه چې په ژوبل شوو  كښې د ځېنې  حالت تشویشناک وئېلے شوے دے