د ايران او امريکې ترمېنځه تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره كردار لوبولو له چمتو يو۔ د ترکيه صدر

  انقره 18 اګست (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي تركيه د ايران او امريکې ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره كردار لوبولو ته چمتو دے۔ د بي بي سي له مخې د تركيه صدر د امريكې خپل همڅنګ ټرمپ سره د ټېلي فوني تماس په مهال د ايران او امريکې ترمېنځه تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د خبرو اترو په روانو ساتلو زور …

 

انقره 18 اګست (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي تركيه د ايران او امريکې ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره كردار لوبولو ته چمتو دے۔ د بي بي سي له مخې د تركيه صدر د امريكې خپل همڅنګ ټرمپ سره د ټېلي فوني تماس په مهال د ايران او امريکې ترمېنځه تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د خبرو اترو په روانو ساتلو زور راٶړلو سره ووئيل تركيه په دې لړ كښې خپل كردار لوبولو ته چمتو دے۔ د تركيه د ايوان صدر لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي دي د ټېلي فوني خبرو په مهال رجب طيب اردوان د امن هلو ځلو كښې د ترکيه ملاتړ او مرستې له خوښي څرګنده كړې۔ بلخوا د امريکا صدر استازي جيرډ کشنر وئيلي دي د ايران او امريكې ترمېنځه خېبرې په سنجيدګۍ او لويه كچه روانې دي خو تر اوسه كوم مفاهمت ته نه دي رسېدلي۔ جيرډکشنر ووئيل د امريکې او او ايران حکومت د بېلو ادارو ترمېنځه خبرې شايد چې د وړاندې نه ډېرې زياتې مضبوط دي خو دواړه ډلې تر اوسه كوم اتفاق يا مفاهمت ته نه دي رسېدلي۔

مزید خبریں