رياض 17 اګست (اے پي پي) د امريکې يوسټن ښار لپاره د سعودي وړومبۍ د مېرمن قونصل جنرل تقرر شوے دے۔ د اېس پي اے له مخې نوې قونصل جنرل وفا بنت عبدالله المرزوقي تېره ورځ د خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان په وړاندې د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړې٬ دې سره د عراق اربيل ښار كښې نوې قونصل جنرل ډاکټر سلطان بن فرج آل نافل هم په …
د امريکې يوسټن ښار لپاره د سعودي وړومبۍ د مېرمن قونصل جنرل تقرر٬ د خارجه وزير په وړاندې ئې د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو
رياض 17 اګست (اے پي پي) د امريکې يوسټن ښار لپاره د سعودي وړومبۍ د مېرمن قونصل جنرل تقرر شوے دے۔ د اېس پي اے له مخې نوې قونصل جنرل وفا بنت عبدالله المرزوقي تېره ورځ د خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان په وړاندې د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړې٬ دې سره د عراق اربيل ښار كښې نوې قونصل جنرل ډاکټر سلطان بن فرج آل نافل هم په رياض كښې د خارجه وزارت په هيډ کوارټر كښې په دستوره كښې د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړې۔ نوې قونصل جنرل سوګند پورته كوول سره ووئيل چې زه به خپل دين، بادشاه او وطن سره مخلصه يم، د رياست يو راز به هم نه افشا كوم۔ دې ووېيل چې زه به د رياستي مفاداتو، د قوانينو په كورنۍ او بهرنۍ كچه د هېواد تحفظ او خپله فرض په صداقت، ايماندارۍ او اخلاص سره سر ته رسوم۔ د يادونې وړ ده چې سعودي د وژن 2030 له مخې د ےهېواد په بېلو څانګو كښې مېرمنې با اختياره جوړولو لپاره اقدامات كوي۔ د سعودي عرب مېرمنې اوس د سفير په توګه٬ د نړيوالو تنظيمونو د مشرانو په توګه٬ غېر ملكې مشنز او د پلاويو غړو په حېث خدمات ترسره كوي۔











