د بلوچستان پولیس شهيد کانسټېبل محمد خماری له د ستارہ شجاعت وركولو په  منظورۍ د صدر مملکت مننه وكړه

  کوئټه 16 اګست (اے پي پي) د بلوچستان پولیس شهيد کانسټېبل محمد خماری له د ستارہ شجاعت وركولو په  منظورۍ د صدر مملکت آصف علي زرداري مننه وكړه۔ د بلوچستان پولیس وياند د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې د بلوچستان پولیس اولس له تحفظ وركولو او امن لپاره لوئ قربانۍ وركړي،كومي به چې تاریخ كښې په ښه ټكو ليكلې شي۔شهید کانسټېبل محمد خماری په سورابی وارډ، ګوادر …

 

کوئټه 16 اګست (اے پي پي) د بلوچستان پولیس شهيد کانسټېبل محمد خماری له د ستارہ شجاعت وركولو په  منظورۍ د صدر مملکت آصف علي زرداري مننه وكړه۔ د بلوچستان پولیس وياند د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې د بلوچستان پولیس اولس له تحفظ وركولو او امن لپاره لوئ قربانۍ وركړي،كومي به چې تاریخ كښې په ښه ټكو ليكلې شي۔شهید کانسټېبل محمد خماری په سورابی وارډ، ګوادر كښې زيږدلې وو او په 11 مئی 2025  ګوادر كښې بلال مسجد سيمه كښې د ترهه ګرو سره مقابلے په مهال شهيد شوے ؤ۔صدرِ   مملکت  آصف علی زرداري د آزادۍ ورځ په موقع د هېواد او قام لپاره په غیر معمولی بهادرۍ او قربانو د شهيدانو لپاره سول اعزازات اعلان  کړې ، په هغې كښې د بلوچستان پولیس شهيد کانسټیبل محمد خماری له د ستارہ شجاعت وركولو منظوری وركړې شوي۔د وياند له مخې د شهید محمد خماری قربانی نه يواځې د هغه د كورنۍ بلكه د ټول قام لپاره د وياړ وړ ده۔د هغه بهادری، فرض شناسی او هېواد سره وفاداري به عمر له ياد ساتلے شي۔