خېبر پښتونخوا كښې د 17 نه تر 21 اګست د سيلۍ سره د باران پيشګوئي شوي ۔ پي ډي اېم اے الرټ جاري کړو

  پېښور 16 اګست (اے پي پي) پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (پي ډي اېم اے) خېبر پښتونخوا په بيلو ضلعو كښې د 17 نه تر 21 اګست د باران پيشګوئي ترمخه ضلعي انتظاميې ته د چمتو پاتي كيدو سپارښتنه وكړه۔د موسمياتو  محکمې له مخې د بارانونو دا لړۍ به وخت په وخت روانه وي۔ پي ډي اېم اے له مخې چترال، دير، سوات، شانګله ، بونير، ملاکنډ، باجوړ، کوهستان، بټګرام، …

 

پېښور 16 اګست (اے پي پي) پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (پي ډي اېم اے) خېبر پښتونخوا په بيلو ضلعو كښې د 17 نه تر 21 اګست د باران پيشګوئي ترمخه ضلعي انتظاميې ته د چمتو پاتي كيدو سپارښتنه وكړه۔د موسمياتو  محکمې له مخې د بارانونو دا لړۍ به وخت په وخت روانه وي۔ پي ډي اېم اے له مخې چترال، دير، سوات، شانګله ، بونير، ملاکنډ، باجوړ، کوهستان، بټګرام، مانسهرہ، ايبټ آباد، مردان، صوابۍ، خېبر، مهمند، پېښور ، چارسدہ، نوښار ، کوهاټ، کرم، هنګو او اورکزئي پشمول نورو ضلعو كښې د باران امکان ښودلې دغسې جنوبي ضلعو كښې په 20 او 21 اګست د باران امكان دے۔ پي ډي ايم اے الرټ جاري كړې چې د بارانونو په مهال بره ضلعو كښې د لينډ سلائيډنګ اندېښنه ده دغسې د مردان او صوابۍ لاندي سيمو كښې د باران له امله د اربن فلډنګ خطر هم شته۔د سيلۍ او برېښنا راپريوتو له امله کمزورو ودانو،د بجلۍ ستنو، بل بورډز او سولر پينلز ته هم زيان رسيدلې شي۔