انډونيزيا كښې د زلزلے له امله د مړو شميره 51 ته ورسيده،341 آفټر شاك ريكارډ شوې، ګڼ كسان محفوظ ځايونو ته رسولې شوي

  جكارته 16 اګست  (اے پي پي) انډونيزيا كښې د 7.7 شدت زلزلے له امله د مړو شميره 51 ته ورسيده تقريباً 5,000 كسان محفوظ ځايونو ته رسولې شوي۔ رائټرز له مخې د روغتيا نائب وزيرِ بينجمن پالوس اوكتاويانوس يوې غونډي ته ووئيل ختيز ولايت نوسا تنګارا كښې د خالي په ورځ راغلي زلزلے له امله سړكونو بنديدو او لينډ سلائيډنګ پېښې رامخې ته شوي دغسې 113 كسان ژوبل شوي، …

 

جكارته 16 اګست  (اے پي پي) انډونيزيا كښې د 7.7 شدت زلزلے له امله د مړو شميره 51 ته ورسيده تقريباً 5,000 كسان محفوظ ځايونو ته رسولې شوي۔ رائټرز له مخې د روغتيا نائب وزيرِ بينجمن پالوس اوكتاويانوس يوې غونډي ته ووئيل ختيز ولايت نوسا تنګارا كښې د خالي په ورځ راغلي زلزلے له امله سړكونو بنديدو او لينډ سلائيډنګ پېښې رامخې ته شوي دغسې 113 كسان ژوبل شوي، د زلزلے نه پس تقريباً 341 آفټر شاكس هم ريكارډ كړی شوي۔ ډيزاسټر مينجمنټ ايجنسي (BNPB) له مخې سِكا سيمه كښې د 3,300 څخه زيات كسان محفوظ ځايونو ته رسيدلي۔ځيني ځپلي كسان د خپلو ړنګو شويو كورونو په خوا كښې خيمي لګولي دغسې ساحلي ښار ماؤميرے كښې د ژوبل كسانو درملنه د روغتون په خوا كښې خيمو كښې كيږي۔د سِكا نائب ضلعي مشر سائمن سوباندي ووئيل د سيمي تقريباً ټول وړګي كورونو كښې پاتي كيدو څخه يريږي او هغوي شپه بهر په خيمو كښې تيره كړي۔ كابينه سيكرټري ټيډي اندرا وجايا ووئيل سيمه كښې 3,500 څخه زيات پوځي او پوليس اهلكار تعينات كړې شوي۔ ريسكيو ادارے ووئيل امدادي كاركنان د لينډ سلائيډنګ له امله بند ماؤميرے ځيني سيمو ته رسيدو كښې كامياب شوې دي۔ډيزاسټر مينجمنټ ايجنسۍ له مخې بے دركه كسانو په سمدستي توګه كوم حتمي شميره نه ترلاسه شوي،دغسې ځآني كسان د ملبے لاندي ګهير شوي۔ 1,300 څخه زياتو كورونو ته زيان رسيدلې۔