هنګري، ټرافكي پېښه كښې 12 كسان مړه، 10 ژوبل

  بډاپسټ 16 اګست  (اے پي پي) د هنګري ميزوكيرستيز  ښار سره نزدې د پولينډ بس د پېښې سره مخ كيدو په نتيجه كښې 12 كسان مړه او 10 ژوبل شوي۔دا خبره د هنګري وزيراعظم پيټر ميګائر د اتوار په سهار په فېس بك په خپل بيان كښې وكړه۔ رائټرز له مخې پېښه د ختيز هنګري ميزوكيرستيز سره نزدې رامخې ته شوي۔ بس د موټروے د لارې نيريهازا ښار پلو …

 

بډاپسټ 16 اګست  (اے پي پي) د هنګري ميزوكيرستيز  ښار سره نزدې د پولينډ بس د پېښې سره مخ كيدو په نتيجه كښې 12 كسان مړه او 10 ژوبل شوي۔دا خبره د هنګري وزيراعظم پيټر ميګائر د اتوار په سهار په فېس بك په خپل بيان كښې وكړه۔ رائټرز له مخې پېښه د ختيز هنګري ميزوكيرستيز سره نزدې رامخې ته شوي۔ بس د موټروے د لارې نيريهازا ښار پلو روان وو ۔په بس كښې 57 مسافر او  2 ډرائيوران ناست ؤ۔ پوليس په خپل ويب سائټ ووئيل ابتدائي معلوماتو له مخې د بس ډرائيور له د ډرائيونګ په مهال خواب ورغلے وو،چې له امله ئې بس ژوري كندي ته پريوتو۔پېښه كښې 12 كسان مړه او ګڼ شمير نور ژوبل شوي كوم چې طبي مرستي لپاره روغتون ته رسولې شوي۔ پوليس د بس ډرائيور نيولې دے۔