مانسهرہ 15 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلی دي د پاك پوځ او امنيتي ځواكونو د قربانو په سوب مونږ آزاد او امناكه ژوند تيروو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان سکاؤټس کیډټ کالج بټراسی مانسهرہ كښې د آزادۍ ورځ دستوري ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔په دې موقع ګورنر ووئيل د پاكستان جوړولو لپاره زمونږه مشرانو لوئ قربانۍ وركړي دغسې د …
د پاك پوځ او امنيتي ځواكونو د قربانو په سوب مونږ آزاد او امناكه ژوند تيروو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
مانسهرہ 15 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلی دي د پاك پوځ او امنيتي ځواكونو د قربانو په سوب مونږ آزاد او امناكه ژوند تيروو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان سکاؤټس کیډټ کالج بټراسی مانسهرہ كښې د آزادۍ ورځ دستوري ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔په دې موقع ګورنر ووئيل د پاكستان جوړولو لپاره زمونږه مشرانو لوئ قربانۍ وركړي دغسې د پاك پوځ او امنيتي ځواكونو قربانو په سوب مونږ نن آزاد او امناكه ژوند تيروو،ده ووئيل د پاکستان سکاؤټس کیډټ کالج بټراسی معیاري تعلیم،کردار سازی او زدكونكو تربیه كښې مهم كردار ترسره كوي،دلته څخه فارغ شوي زدكونكي بيلو څانګو كښې د هېواد او قام خذمت كوي،ګورنر فیصل کریم کنډي په زده كونكو زور راوړو چې خپل صلاحیتونه د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره وكاروي او عملي ژوند كښې د هېواد خدمت ته پام لرنه وكړي،ده زدكونكو له د پېښو مسئلو حل لپاره د هر ممكن مرستي باور وركړو او د ادارې د انتظامیې خذمات ئې وستائيل۔ د کالج کے پرنسپل بریګیډیئر (ر) عبدالحفیظ د ګورنر او نورو ميلمتو مننه وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان ته پېښو چیلنجونو مقابله كولو كښې امنيتي ځواكونه عمر له مثالی کردار ترسره كوي،د پاك پوځ په موجودګۍ كښې كوم هم دښمن پاکستان پلو نه شي كتلې،ده ووئيل پاکستان سکاؤټس کیډټ کالج بټراسی بنیاد پخوانۍ وزیراعظمي شهید بے نظیر بھټو د سباؤن معمار او صلاحیت لرونكي قیادت جوړولو مقصد سره اېښودلې وو،د ادارے څخه ګڼ شمير زدكونكي فارغ شوې دي۔دې څخه وړاندې کالج ته په رسيدو ګورنر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو،هغه د كالج د بيلو برخو دوره وكړه او د ادارې کارکردګي ئې وستائيله۔په دې مهال ګورنر د كالج په لان كښې بوټې نال كړو ، ګورنر د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له ئې دعا اوكړه۔








