د جاپان خارجه وزير به د 17 اګست څخه د  سعودي عرب او عمان  دوره كوي

  ټوكيود 15 اګست  (اے پي پي) د جاپان خارجه وزير توشيميتسو موتيګي به د 17 اګست څخه د سعودي عرب او عمان سركاري دوره كوي كومه به چې تر 22 اګست دوام لري۔ اردو نيوز له مخې خارجهع وزارت ووئيل د جاپان خارجه وزير به مينځني ختيز كښې په اوسني صورتحال د سعودي خپل همڅنګ شهزاده فيصل بن فرحان پشمول مهمو حكومتي عهديدارو سره ملاقاتونه كوي۔د جاپان خارجه وزير …

 

ټوكيود 15 اګست  (اے پي پي) د جاپان خارجه وزير توشيميتسو موتيګي به د 17 اګست څخه د سعودي عرب او عمان سركاري دوره كوي كومه به چې تر 22 اګست دوام لري۔ اردو نيوز له مخې خارجهع وزارت ووئيل د جاپان خارجه وزير به مينځني ختيز كښې په اوسني صورتحال د سعودي خپل همڅنګ شهزاده فيصل بن فرحان پشمول مهمو حكومتي عهديدارو سره ملاقاتونه كوي۔د جاپان خارجه وزير به د يمن صدراتي قيادت كونسل چيئرمېن رشاد محمد  العليمي سره هم ملاقات كوي كوم چې دا مهال په سعودي عرب كښې دے۔د دې ملاقاتونو مقصد سيمه ايز نتاؤ ترېښوالي په سمدستي توګه د كمولو عزم پخلے كول ، آبنائے هرمز او باب المندب د لارې آزادانه او محفوظ جهاز راني باوري كول دي۔د جاپان خارجه وزير دورې په مهال په ځيني څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو په اړه خبري اتري كول هم امكان لري۔