جكارته 15 اګست (اے پي پي) د انډونيزيا فلوريس جزيرے سره نزدې سهار د 7.7 شدت شديد زلزلے جهړقونه محسوس شوي چې په نتيجه كښې ئې دوه كسان مړه شوې دي،چارواكو د نور آفټر شاكس امكان ترمخه وګړو ته د محتاط پاتي كيدو سپارښتنه وكړه۔شنهوا له مخې د انډونيزيا موسميات، آب و هوا او جيو فزكس ايجنسي (BMKG) ووئيل د زلزلے مركز ختيز نوسا تنګارا صوبه كښې مبے (Mbay) …
انډونيزيا كښې د 7.7 شدت زلزله، دوه كسان مړه،د سونامي وارننګ ختم شو
جكارته 15 اګست (اے پي پي) د انډونيزيا فلوريس جزيرے سره نزدې سهار د 7.7 شدت شديد زلزلے جهړقونه محسوس شوي چې په نتيجه كښې ئې دوه كسان مړه شوې دي،چارواكو د نور آفټر شاكس امكان ترمخه وګړو ته د محتاط پاتي كيدو سپارښتنه وكړه۔شنهوا له مخې د انډونيزيا موسميات، آب و هوا او جيو فزكس ايجنسي (BMKG) ووئيل د زلزلے مركز ختيز نوسا تنګارا صوبه كښې مبے (Mbay) څخه 36 كلوميټره شمال ختيز كښې وو۔د زلزلے نه پس په سمدستي توګه د سونامي وارننګ جاري شوې ؤ،دغسې بيا دې نه پس هغه ختم كړې شو۔نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ ايجنسۍ له مخې د زلزلے په نتيجه كښې تر اوسه دوه كسان مړه شوي،دغسې ريسكيو ډلو فلوريس جزيرے ځپليو سيمو كښې د مالي و ځاني زيان جاج اخلي۔











