د پاکستان د آزادۍ ورځ په موقع صوبائي سرښار پېښور كښې د پاك پوځ د اړخه د 21 توپو سلامي

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د پاکستان د آزادۍ  ورځ په موقع صوبائي سرښار پېښور كښې د پاك پوځ د اړخه د 21 توپو سلامي وشوه۔د پاك پوځ يوې چټك ډلي د الله اکبر غږ سره د توپونو سلامي پيل كړه۔په دې موقع د پېښور په فضاﺀ كښې نعره تکبير، پاکستان زنده باد او پاك پوځ پائنده باد په غږونه پورته كيدل۔د توپونو د سلامۍ د لارې د هېواد …

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د پاکستان د آزادۍ  ورځ په موقع صوبائي سرښار پېښور كښې د پاك پوځ د اړخه د 21 توپو سلامي وشوه۔د پاك پوځ يوې چټك ډلي د الله اکبر غږ سره د توپونو سلامي پيل كړه۔په دې موقع د پېښور په فضاﺀ كښې نعره تکبير، پاکستان زنده باد او پاك پوځ پائنده باد په غږونه پورته كيدل۔د توپونو د سلامۍ د لارې د هېواد سره دج ميني، قامي يووالي او هېواد دفاع عزم څركندونه وشوه۔بل پلو د پېښور تاريخي قلعه بالاحصار كښې د جشنِ آزادۍ په موقع ښه آتش بازي او دستوره وشوه،چې پكښې ګڼ شمير وګړو ګډون وكړو۔جشنِ آزادۍ خوشحالۍ لمانځلو لپاره د پېښور وګړي ګڼ شمير كښې قلعه بالاحصار ته رسيدلي وو،چرته چې ماشومانو او ځوانانو پشمول وګړو د بشپړه جوش و جذبې مظاهره وكړه۔