لاهور 14 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ورځ په موقع په لاهور كښې د ختيز شاعرِ علامه محمد اقبال په مزار د ګارډز بدلون دستوره وشوه چې پكښې د رينجرز په ځائې د پاك پوځ چټك ډلي د ګارډز فرائض سنبھال كړل۔ د دستوري په پيل رينجرز او پاك پوځ ډلو په مزارِ اقبال سلامي وكړه دغسې د ګارډز د بدلون رسمي كارروائي په ښه ډول او پوځي اعزاز …
په مزارِ اقبال د ګارډز بدلون دستوره، پاك پوځ ډلې چارج سنبھال كړو
لاهور 14 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ورځ په موقع په لاهور كښې د ختيز شاعرِ علامه محمد اقبال په مزار د ګارډز بدلون دستوره وشوه چې پكښې د رينجرز په ځائې د پاك پوځ چټك ډلي د ګارډز فرائض سنبھال كړل۔ د دستوري په پيل رينجرز او پاك پوځ ډلو په مزارِ اقبال سلامي وكړه دغسې د ګارډز د بدلون رسمي كارروائي په ښه ډول او پوځي اعزاز سره ترسره شوه۔ دستوره كښې زدكونكو، وګړو، بيل مكاتب فكر كسانو او سېلګرو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو، چا چې نه يواځې قامي بيرغ پورته كړې وو بلكه د پاك پوځ ډلي په مهارت ئې پيرزوئنې هم وړاندې كړي۔ د ګارډز بدلون نه پس د هېواد و قام سلامتيا، پرمختګ او سوكالۍ لپاره خصوصي دعا وشوه، دغسې وګړو هم په مزار فاتحه خواني وكړه او د پاكستان روښانه سباؤن لپاره ئې دعا اوكړه۔ د رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا خبيرآزاد په مزار اقبال د هېواد سلامتيا لپاره خصوصي دعا وكړه دغسې د پنجاب وزيرانو هم په مزار اقبال فاتحه خواني كولو سره د هېواد پرمختګ و سوكالۍ لپاره دعاګاني وكړي۔











