پېښور 13 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پيپلز سټوډنټس فيډرېشن (پي اېس اېف) پخواني ډپټي جنرل سيکرټري نعيم خان په مشرۍ كښې د يوتھ پارلمان پلاوي ليدلي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په پلاوي كښې يوتھ ايم پي ايز اکبر حسين، نويد تجمل، ابوبکر، کاشف او احتشام شامل وو۔ په دې موقع پلاوي ګورنر ته د تنظيمي کارکردګۍ په حواله …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پي اېس اېف پخواني ډپټي جنرل سيکرټري وليدل

مزید خبریں
پېښور 13 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پيپلز سټوډنټس فيډرېشن (پي اېس اېف) پخواني ډپټي جنرل سيکرټري نعيم خان په مشرۍ كښې د يوتھ پارلمان پلاوي ليدلي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په پلاوي كښې يوتھ ايم پي ايز اکبر حسين، نويد تجمل، ابوبکر، کاشف او احتشام شامل وو۔ په دې موقع پلاوي ګورنر ته د تنظيمي کارکردګۍ په حواله بريفنګ وركړو۔ پلاوي سره په خبرو كښې ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل چې ځوانانو له به د قامي بيانيې ودې او د هېواد دښمن پروپېګنډے مخه نيولو لپاره ذمه وارانه كردار لوبول وي۔ ده ووئيل چې ګورنر هاٶس تل د ځوانانو ډاډګيرنه كړې ده ځكه چې زمونږ سباٶن نن ځوانانو سره تړلے دے۔ پلاوي په ډاډګيرنه كولو د ګورنر فيصل کريم کنډي مننه وكړه








