کوئټه 13 اګست (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيکري غزاله ګوله د سپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئي د زلمي ززوي ثناء الله اچکزئي په ناڅاپي مرګ د غم دړد څرګندونه وكړه۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې ډپټي سپيکري غزاله ګوله ووئيل د ثناء الله اچکزئي د ناڅاپي مرګ خبر په اوريدلو سره دړديدلي يو۔دي د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئي او غمجني كورنۍ …
د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيکري غزاله ګوله د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر سره غمرازي ښكاره كړه
کوئټه 13 اګست (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيکري غزاله ګوله د سپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئي د زلمي ززوي ثناء الله اچکزئي په ناڅاپي مرګ د غم دړد څرګندونه وكړه۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې ډپټي سپيکري غزاله ګوله ووئيل د ثناء الله اچکزئي د ناڅاپي مرګ خبر په اوريدلو سره دړديدلي يو۔دي د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئي او غمجني كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندوني سره ووئيل د زلمي زوي جدائي د مور او پلار او كورنۍ لپاره لوئ غم وي۔ډپټي اسپيکري ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔دې دعا اوكړه چې لوی څښتن دې اروښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔









