كوئټه 12 اګست (اے پی پی)د بلوچستان اعلٰی وزير مير سرفرز احمد بګټي د پاك چين ګرلز هائي سكول فقير كالوني ګوادر ذهينې انجونې آمنه داد كريم ته په صوبائي كچه د انګرېزۍ مضمون نويسۍ مقابله كښې په دويم پوزېشن ترلاسه كولو ايوارډ وركړو۔ په دستوره كښې وزيراعلٰی د زده كونكې كاركردګي ستائيلو سره دا د بلوچستان د ځوانانو د صلاحيتونو او تعليمي استعداد روښانه مظهر وګرځولو۔ ده د …
د بلوچستان وزيراعلٰی د پاك چين ګرلز هائي سكول ګوادر ذهينې انجونې ته ايوارډ وركړو
كوئټه 12 اګست (اے پی پی)د بلوچستان اعلٰی وزير مير سرفرز احمد بګټي د پاك چين ګرلز هائي سكول فقير كالوني ګوادر ذهينې انجونې آمنه داد كريم ته په صوبائي كچه د انګرېزۍ مضمون نويسۍ مقابله كښې په دويم پوزېشن ترلاسه كولو ايوارډ وركړو۔ په دستوره كښې وزيراعلٰی د زده كونكې كاركردګي ستائيلو سره دا د بلوچستان د ځوانانو د صلاحيتونو او تعليمي استعداد روښانه مظهر وګرځولو۔ ده د زده كونكې د مور پلار ٬استاذانو او د اسكول نتظاميې د خوارۍ هم ستائنه وكړه۔ د زده كونكې لخوا ايوارډ د سكول استاذ نسيم شير وصول كړو۔ د آمنه داد كريم كاميابي د وزيراعلٰی د تعليم دوست پالېسۍ ٬ د ځوانانو ډاډګيرنې او صلاحيت لرونكو زده كوونكو ته د وړاندې تللو موقعې وركولو عزم عكاسي كوي۔ دا كاميابي د ګوادر٬اسكول استاذانو٬ مور پلار او ټول بلوچستان لپاره د وياړ سبب دے۔










