كوئټه۔ 12 اكست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې د مېرمنو د پرمختګ مشاورې ډاكتر ربابه خان بليدي وئېلي دي ځوانان زمونږ د هېواد تر ټولو لوي طاقت دے كوم چې پخپل صلاحيت ٬ محنت٬ تخليقي سوچ او جذبه د پاكستان په پرمختګ كښې مهم كردار تر سره كوي ٬ د ځوانانو نړيوالې ورځ په مهال خپل پېغام كښې دې ووئېل ځوانانو ته معياري تعليم ٬ جديد هنر ٬ …
ځوانانو ته معياري تعليم ٬ هنر ٬ د روزګار موقعو وركولو ته پام لرنه كوو ٬ د بلوچستان وزيراعلې مشاوره ډاكتر ربابه خان بليدي
كوئټه۔ 12 اكست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې د مېرمنو د پرمختګ مشاورې ډاكتر ربابه خان بليدي وئېلي دي ځوانان زمونږ د هېواد تر ټولو لوي طاقت دے كوم چې پخپل صلاحيت ٬ محنت٬ تخليقي سوچ او جذبه د پاكستان په پرمختګ كښې مهم كردار تر سره كوي ٬ د ځوانانو نړيوالې ورځ په مهال خپل پېغام كښې دې ووئېل ځوانانو ته معياري تعليم ٬ جديد هنر ٬ روزګار او د وړاندې تللو ښې موقعې وركونه زمونږ په وړومبۍ مهمه پام لرنه كښې شامله ده ۔ د بلوچستان وزيراعلې مشاورې ډاګټر ربابه خان بليدي دا هيله څرګنده كړه چې صلاحيت او عزم لرونكې ځوانان به پخپله خوارۍ پاكستان د پرمختګ ٬ خوشحالۍ او كاميابۍ نوو منزلونو پورې ورسوي۔










