لاهور۔12اګست(اے پي پي)د جماعت اسلامي پاکستان امير حافظ نعیم الرحمن وئېلي دي د پاکستان آبادي د 60 فیصد نه زياته په ځوانانو مشتمل ده، د پاکستان ځوانان صلاحیت او وقار لرونكې دي ۔ ده د ځوانانو په نړيواله ورځ جاري بیان كښې غوښتنې كولو سره ووئېل ځوانانو ته د روزګار پشمول د جدید او معیاري تعلیم، د فني و پیشه ورہ مهارتونو زياتولو موقعې دې وركړې شي او د …
د پاکستان ځوانان صلاحیت او وقار لرونكې دي ،د جماعت اسلامي امير
لاهور۔12اګست(اے پي پي)د جماعت اسلامي پاکستان امير حافظ نعیم الرحمن وئېلي دي د پاکستان آبادي د 60 فیصد نه زياته په ځوانانو مشتمل ده، د پاکستان ځوانان صلاحیت او وقار لرونكې دي ۔ ده د ځوانانو په نړيواله ورځ جاري بیان كښې غوښتنې كولو سره ووئېل ځوانانو ته د روزګار پشمول د جدید او معیاري تعلیم، د فني و پیشه ورہ مهارتونو زياتولو موقعې دې وركړې شي او د آئي ټي په وړيا تعلیم دې سنګار كړے شي ۔ حافظ نعیم الرحمن ووئېل د الخدمت فائونډیشن بنو قابل پروګرام ځوانانو ته د آئي ټي تعلیم وركولو او د عزت سره د روزګار وركړه كښې ګټور ثابتېږي ۔ ده ووئېل جماعت اسلامي د ځوانانو حقونو لپاره په هر فورم غږ پورته كوي ،د ځوانانو په ترقۍ كښې بس د قام تل پاتي ترقي او روښانه سباون پروت دے ۔










