حیدرآباد۔ 12 اګست (اے پي پي)د ریډیو پاکستان حیدرآباد د اړخه د آزادۍ جشن په لړ كښې د وړومبي اګست نه تر 31 اګست خاص پروګرامز نشر كولې شي ، چې پكښې د آزادۍ تحريك ، قامي يو والے، د هېواد استحکام او د وطن سره د مينې بېلا بېلې برخې رامخې ته كولې شي ۔ په خاص خپرونو كښې دستاویزي پروګرام، فیچرز، مذاکرې، مركې، د ځوانانو خاص كارنامې …
د ریډیو پاکستان د آزادۍ جشن په اړه خاص خپرونې
حیدرآباد۔ 12 اګست (اے پي پي)د ریډیو پاکستان حیدرآباد د اړخه د آزادۍ جشن په لړ كښې د وړومبي اګست نه تر 31 اګست خاص پروګرامز نشر كولې شي ، چې پكښې د آزادۍ تحريك ، قامي يو والے، د هېواد استحکام او د وطن سره د مينې بېلا بېلې برخې رامخې ته كولې شي ۔ په خاص خپرونو كښې دستاویزي پروګرام، فیچرز، مذاکرې، مركې، د ځوانانو خاص كارنامې او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصیات تاثرات شامل دي ۔ د دې نه علاوه د ځوانانو ، طلبه ، مېرمنو او ماشومانو لپاره به هم خاص پروګرامز وړاندې كولې شي ، دغسې په مختلف قامي و سماجي موضوعات پوډ کاسټ انټرویوز به هم نشر کولې شي ۔ د آزادۍ جشنِ په موقع ریډیو پاکستان حیدرآباد دوه نوې ملي نغمې هم جوړې كړي دي ۔ ’’پاکستان سان پیار اساں جو‘‘ د ریشما پروین په غږ او ’’جشنِ آزادي منائیں‘‘ د یاسر علی لطیفي په غږ وړاندې كولې شي ۔










