هند ،  ټرافېکي پیښو كښې  15 كسان مړه شول ، ګڼ ژوبل

  نوے ډيلے ۔12اګست  (اے پي پي)  هند كښې  په اوسنو ورځو كښې دوه جلا جلا ټرافېکې پیښو كښې 15 كسان مړه او ګن ژوبل شول  ۔د شنهوا  تر مخه مقامي چارواكو ووئېل په تلنګانه ايالت كښې  يو غټ ګاړي د دريو پايه ګانو ګاړي سره ټكر شو چې پكښې د 5 مېرمنو پشمول 6  كسان په حق ورسېدل او  6  ژوبل شول ۔ ژوبل شوي نزدې  روغتون ته منتقل …

 

نوے ډيلے ۔12اګست  (اے پي پي)  هند كښې  په اوسنو ورځو كښې دوه جلا جلا ټرافېکې پیښو كښې 15 كسان مړه او ګن ژوبل شول  ۔د شنهوا  تر مخه مقامي چارواكو ووئېل په تلنګانه ايالت كښې  يو غټ ګاړي د دريو پايه ګانو ګاړي سره ټكر شو چې پكښې د 5 مېرمنو پشمول 6  كسان په حق ورسېدل او  6  ژوبل شول ۔ ژوبل شوي نزدې  روغتون ته منتقل كړې شوي ۔ بله پیښه په مينځني ايالت مدھیه پردیش كښې د زياتو  بارانونو  له امله  چې خوړونو كښې سېلاب راغلے ؤ رامخې ته شوه  او يو مسافر ګاړې په اوبو كښې  لاهو شو ، د كومې په نتيجه كښې چې د يوې كورنۍ  د  6 كسانو پشمول 9  كسان مړه شول  ۔ د مقامي عهدیدار تر مخه  ګاړي كښې 11 كسان ناست وو ، چې پكښې دوو په لامبو وهلو ځان  وژغورلو ۔ چارواكو د دواړو پیښو وجوهات او نور  تفصیلات معلومولو له پلټنې پېل كړې دي ۔

مزید خبریں