هند ، ممبئۍ كښې لیند سلائیډنګ ، دوه كسان  مړه ، ګن ژوبل٠

  نوے ډيلے ۔12اګست  (اے پي پي)د هند مالیاتي مرکز ممبۍ كښې د شورو په ورځ سهار وختي د لینډ سلائیډنګ  په نتيجه كښې د لږ نه لږ دوه كسان مړه او ګن ژوبل شول ، دغسې د ځينې كسانو د خاورې لاندې د راتللو  اندېښنه ده ۔  شنهوا  د  ځايي چارواكو تر مخه  وئېلي دي د لینډ سلائیډنګ پیښه د ممبئۍ د  ګھاټ کوپر سيمه كښې رامخې ته شوه …

 

نوے ډيلے ۔12اګست  (اے پي پي)د هند مالیاتي مرکز ممبۍ كښې د شورو په ورځ سهار وختي د لینډ سلائیډنګ  په نتيجه كښې د لږ نه لږ دوه كسان مړه او ګن ژوبل شول ، دغسې د ځينې كسانو د خاورې لاندې د راتللو  اندېښنه ده ۔  شنهوا  د  ځايي چارواكو تر مخه  وئېلي دي د لینډ سلائیډنګ پیښه د ممبئۍ د  ګھاټ کوپر سيمه كښې رامخې ته شوه ، چرته چې د غره يوه لويه برخه نزدې په 6 كوډلو راپرېوتله ۔چارواكو ووئېل  مرستندويه  كاركنانو د ملبې نه دوه مړي راويستې  دي او ژوبل شوي مقامي روغتون ته منتقل کړے شوي ۔هغوي ووئېل  د خاورې لاندې د نورو كسانو د راتللو اندېښنې تر مخه  د ریسکیو او مرستې کارروائۍ روانې  دي۔

مزید خبریں