د پاكستان د فتح مبين سفر لاره د نړۍ كوم هم طاقت نه شي نيولې ٬  د مکه لوظنامه كوم  يرغل لپاره نه خپلې دفاع لپاره ده: د بلوچستان وزيراعلی

  کوئټه۔ 11 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز احمد بګټي د راروان كال مئي مياشت كښې په كوئټه كښې د بنيان المرصوص په سرخط سره د نړيوالې كچې خطاطي نندارتون اعلان كولو سره وئيلي دي په دې نندارتون كښې به د اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو نوموړي خطاط او فنكاران ګډون كوي٬ د بلوچستان حكومت به دا نړيوال ايونټ سپانسر كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده …

 

کوئټه۔ 11 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز احمد بګټي د راروان كال مئي مياشت كښې په كوئټه كښې د بنيان المرصوص په سرخط سره د نړيوالې كچې خطاطي نندارتون اعلان كولو سره وئيلي دي په دې نندارتون كښې به د اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو نوموړي خطاط او فنكاران ګډون كوي٬ د بلوچستان حكومت به دا نړيوال ايونټ سپانسر كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ دلته د رسولِ رحمت خطاطی نندارتون پرانستې په موقع خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د اګست په مياشت كښې د دې نوعيت دستوره پاكستان لپاره يو پېغام دے چې بلوچستان د نړيوال معيار داسې پروګرامونو كولو صلاحيت او عزم لري۔ ده ووئيل ما خطاط واصل شاهد ته د راروان كال مئي مياشت كښې د نړيوالې كچې لوې نندارتون كولو خواست كړے دے كوم لپاره به چې د بلوچستان حكومت بشپړه مرسته كوي او سرینا ھوټلز به كوربتوب لپاره ټاكلے شي ولې چې په دې لړ كښې اولنے ګام سرينا پورته كړے دے۔  ده ووئيل راروان كال كښې د كېدونكي نندارتون سرخط به بنیان مرصوص وي او دا به په 9 او 10 مئي كولې شي