د بلوچستان هائيكورټ 3 نوو اېډيشنل ججانو د خپلو چوكو سوګند پورته كړو

  کوئټه۔ 11 اګست (اے پی پی) په بلوچستان هائیکورټ كښې نوو تعينات شوو درېو اېډيشنل ججانو د خپلو چوكو سوګند پورته كړو۔ چیف جسټس بلوچستان ھائیکورټ جسټس کامران خان ملاخیل نوو تعينات شوو اېډيشنل ججانو څخه سوګند واخست۔ د نهې به ورځ د سوګند پورته كولو دستوره د بلوچستان هائيكورټ آډیټوریم هال كښې وشوه، چرته چې چیف جسټس جسټس کامران خان ملاخیل د  بلوچستان هائی کورټ درېو نوو اېډيشنل …

 

کوئټه۔ 11 اګست (اے پی پی) په بلوچستان هائیکورټ كښې نوو تعينات شوو درېو اېډيشنل ججانو د خپلو چوكو سوګند پورته كړو۔ چیف جسټس بلوچستان ھائیکورټ جسټس کامران خان ملاخیل نوو تعينات شوو اېډيشنل ججانو څخه سوګند واخست۔ د نهې به ورځ د سوګند پورته كولو دستوره د بلوچستان هائيكورټ آډیټوریم هال كښې وشوه، چرته چې چیف جسټس جسټس کامران خان ملاخیل د  بلوچستان هائی کورټ درېو نوو اېډيشنل ججانو جسټس رؤف عطا ،جسټس عبدالقیوم لهړی او جسټس اے داد روشان څخه د هغوي د چوكو سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې د بلوچستان هائی کورټ ججانو ٬ اېډوكېټ جنرل ٬ د ماتحت عدليه ججانو ٬ عدالتي عملې ٬ د وكيلانو تنظيمونو لارښودو او نورو ګډون وكړو