پېښور ۔ 11 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فبصل کریم کنډی وئيلي دي د پاكستان او چين ملګرتيا په لسيزو محيط ده ٬ چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه مرسته كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې د چائنه ونډو خصوصي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د چينائي سفارت چارواكو ٬ لوبغاړو …
چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه مرسته كړې : ګورنر فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 11 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فبصل کریم کنډی وئيلي دي د پاكستان او چين ملګرتيا په لسيزو محيط ده ٬ چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه مرسته كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې د چائنه ونډو خصوصي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د چينائي سفارت چارواكو ٬ لوبغاړو او زده كونكو ګډون وكړو۔ ګورنر دستورې ته خطاب كښې ووئيل چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان د باور وړ ملګرے پاتے شوے دے۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس سره د چين د اولس تړون لا پياوړې كول غواړو۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا بلها معدنيات او قدرتي وسائل لري۔ ده ووئيل پاك چين اړيكې خېبر پښتونخوا لپاره خصوصي اهميت لري۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا او چين ترمينځه رابطو او سرمايه كارۍ ته ودې وركولو كښې خوښي لرو۔ چينائي سېلګري د خېبر پښتونخوا قدرتي حسن او كلتوري ورثې څخه خبرول غواړو۔ ده ووئيل په پېښور كښې د چائنه ونډو كردار ته د قدر په سترګه كتلې شي۔ ده ووئيل په سباؤن كښې به پاك چائنه اړيكو كښې آئی ټی، تجارت، كلتور او د ځوانانو رابطې لا اهميت ولري۔ ګورنر ووئيل راروان كال كښې به د ډرېګن بوټ مقابلې په خانپور ډېم كښې كولې شي۔ ګورنر په دې موقع چين كښې اسكالرشپ ترلاسه كوونكو ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل چين سره تړون لا مستحكمولو سره دې ځوانانو لپاره د سكالرشپس موقعې پېدا كړې شي۔ د 27 ستمبر پی ټی آئی احتجاج په اړه ده ووئيل ’’دهلی دور است‘‘۔ ده ووئيل پخوانے وزيراعلی هم يو فائنل كولو له تللے ؤ ٬ په 13 ضلعو راوړېدو سره بېرته راتښتېدلے ؤ۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې امن په ځائې كولو ته بايد پاملرنه وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ د خپلو ځوانانو جنازې پورته كوو او دوئي د احتجاج خبره كوي۔ ده ووئيل كه پي ټي آئي د يو سياسي ګوند په توګه كردار ترسره كوي نو ورسره خبرې كېدې شي۔ ده ووئيل تحريك انصاف په سم فورم د خبرو كولو په ځائے د سړكونو فورم كاروي۔ هغوي د پارلمان فورم په ځائے د سړكونو فورم كارول غواړي











