د بېلو اقليتونو  پلاوي د فرنټيئر کور په هيډکوارټرز كښې انسپکټر جنرل فرنټيئر کور کے پي نارتھ سره وليدل

  پېښور 11 اګست (اے پي پي) د اقليتونو قامي ورځ په موقع د بېلو اقليتونو سره تعلق لرونكو كسانو پلاوي د فرنټيئر کور په هيډکوارټرز كښې انسپکټر جنرل فرنټيئر کور خېبر پښتونخوا نارتھ  ميجر جنرل راؤ عمران سرتاج سره ليدلي دي ٬ د دورې په مهال پلاوي د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپرولو سره دعا وكړه۔ په دې موقع پلاوي د بالاحصار د تاريحي ميوزيم دوره هم …

 

پېښور 11 اګست (اے پي پي) د اقليتونو قامي ورځ په موقع د بېلو اقليتونو سره تعلق لرونكو كسانو پلاوي د فرنټيئر کور په هيډکوارټرز كښې انسپکټر جنرل فرنټيئر کور خېبر پښتونخوا نارتھ  ميجر جنرل راؤ عمران سرتاج سره ليدلي دي ٬ د دورې په مهال پلاوي د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپرولو سره دعا وكړه۔ په دې موقع پلاوي د بالاحصار د تاريحي ميوزيم دوره هم وكره او د فرنټيئر کور تاريخ و كلتور په اړه ئې خبرتيا ترلاسه كړه ۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي سره په خبرو كښې آئي جي ايف سي د پاکستان ترقۍ او په خوشحالۍ  كښې د اقليتونو د كردار ستائنه وكړه او دوي لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع دوي كېك هم پرې كړو او د هېواد سلامتيا او استحکام لپاره يې خاص دعاګانې وغوښتلې