د نیشنل چیمپئنز کپ به په 12 اګست  د ملتان کرکټ سټیډیم  نه پېل كېږي

  لاهور۔11اګست  (اے پي پي) نیشنل چیمپئنز کپ به  د 12 اګست د شورو ورځې   نه په ملتان کرکټ سټیدیم كښې پېل كېږي ، د ټورنامنټ په وړومبۍ ورځ  د پاکستان ګرینز او پاکستان وائټس ډلې به يو بل ته مخ مخ كېږي  ۔ د دواړو ډلو تر مينځه  مېچ به ماسپخين درې بجې  پېل كېږي  ۔ د پاکستان ګرینز قیادت شاداب خان  او  د  پاکستان وائټس کپتاني به صائم …

 

لاهور۔11اګست  (اے پي پي) نیشنل چیمپئنز کپ به  د 12 اګست د شورو ورځې   نه په ملتان کرکټ سټیدیم كښې پېل كېږي ، د ټورنامنټ په وړومبۍ ورځ  د پاکستان ګرینز او پاکستان وائټس ډلې به يو بل ته مخ مخ كېږي  ۔ د دواړو ډلو تر مينځه  مېچ به ماسپخين درې بجې  پېل كېږي  ۔ د پاکستان ګرینز قیادت شاداب خان  او  د  پاکستان وائټس کپتاني به صائم ایوب کوي ۔ د  پي سي بي وياند تر مخه د پاکستان ګرینز د اړخه فخر زمان، نسیم شاہ، فهیم اشرف، مهران ممتاز او سمیر منهاس به په ایکشن كښې ښكاري    ٬ دغسې  د پاکستان وائټس ډله كښې حارث روف، حسن نواز، خوشدل شاہ، وسیم جونیئر، عثمان خان او شاهنواز دھاني شامل دي  ۔ د ټورنامنټ ټول میچز به په پي ټي وي سپورټ نيغ په نيغه نشر کولې شي٬ دغسې  پاکستان كښې ټیپ میډ او  تماشا  باندې به هم میچز لائیو سټریمنګ كېږي  ۔ د هېواد نه بهر  شائقین  د نیشنل چیمپئنز کپ ایکشن د پي سي بي  په یوټیوب چینل  به نيغ په نيغه كتلې شي  ۔ پخوانے ټیسټ کرکټر سلمان بټ او  پخوانۍ د پاکستان ویمنز کرکټر ایمن انور به د ټورنامنټ  کمنټري كوي