کنشاسا۔11اګست (اے پي پي)کانګو كښې د ایبولا وائرس تصدیق شوي کیسز 4200 نه زيات شوي دي چې پكښې 1916 كسان مړه شوي ۔ سي جي ټي این د کانګو د روغتيا وزارت په اړه وئېلي دي هېواد كښې د ایبولا موجودہ وبا په مهال د تصدیق شوو کیسز شمېره 4209 ته رسېدلې ده ، چې پكښې 1916 كسان مړه شوي دي ۔ دغسې د مرګونو شرح 45.5 فیصد ته …
کانګو كښې د ایبولا وائرس تصدیق شوي کیسز 4200 نه زيات شول ، 1916 كسان مړه
کنشاسا۔11اګست (اے پي پي)کانګو كښې د ایبولا وائرس تصدیق شوي کیسز 4200 نه زيات شوي دي چې پكښې 1916 كسان مړه شوي ۔ سي جي ټي این د کانګو د روغتيا وزارت په اړه وئېلي دي هېواد كښې د ایبولا موجودہ وبا په مهال د تصدیق شوو کیسز شمېره 4209 ته رسېدلې ده ، چې پكښې 1916 كسان مړه شوي دي ۔ دغسې د مرګونو شرح 45.5 فیصد ته رسېدلې ده ۔ د صحت نړيوالې ادارې تر مخه په جمهوریه کانګو كښې د روانې هنډي بګیو ایبولا وبا خپرېدو په سرکاري توګه اعلان ډېر وړاندې شوے ؤ ۔ د جینیاتي تجزیه نه معلومه شوې ده چې وائرس سږ كال د فروري په پېل كښې په مقامي كچه په خاموشۍ سره خپور شوے ؤ او حکومت په رسمي توګه په 15 م مئي د وبا اعلان کړے ؤ ۔ د روغتيا نړيوالې ادارې خبردارے وركړے دے چې وائرس په بيړه خپرېږي او په وبا قابو موندلو لپاره په بيړنو بنیادونو حفاظتي او د نګرانۍ اقدامات لا مضبوطولو ته اړتيا ده۔ دا وخت د وبا نه ځپلو سيمو كښې كور په كور د ممکنه پټو پاتي کیسز مکمل لټون روان دے ۔ د سرکاري اندازې تر مخه څنګه څنګه چې د جانچ دائرہ پراخه كېږي په راروانو څو اوونيو كښې د وبا صورتحال لا سنګین كېدې شي












